د افغانستان جگړه د ورځي ۳۰۰ مليونه ډالره لگښت لري
سلام خان سلام خان

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوبما د 2012 کال لپاره خپله عمومي بودجه 3700 مليارده ډالره په پام کي نيولې ده ،په دغه بودجې سره هغه غواړي چي دوې دندي سرته ورسوي : يو دا چي بودجوي کسر بايد راټيت سي او له بلي خوا په نړوياله کچه د امريکا د متحده ايالاتو رقابتي ظرفيت لوړکړي،په همدې وجه په ډيرو برخو کي بودجوي کموالی په پام کي نيول سوی دي، خو بالمقابل د ښووني او روزني، پوهي او تخنيک او مواصلاتي برخو کي د زياتي پانکي اچوني غوښتنه سوې ده ،اوباما په يوه لڼده وينا کي وويل:« ما د لوړي په مراسمو کي ژمنه وکړه چي د خپل رياست تر پايه پوري به بودجوي کسر نيمايي ته رسوم. دغه بودجه چي ما نن وړاندي کړه، د دې ژمني د پوري کيدو معني لري. په 2050 کال کي به موږ ددې توان ولرو چي خپل مصارف به د خپلو عايداتو له لاري تمويلو

له عراق څخه د امريکايي سرتيرو وتل به د ولسمشر بارک اوباما د حکومت د 2012 کال دفاعي بودجي کي کموالي رامنځ ته کړي، خو د افغانستان جګړه لا تراوسه د متحده ايالاتو لپاره د ورځي تر 300 مليونو ډالرو پوري رسيږي ،د متحده ايالاتو د دفاع وزارت په پيشنهادي بودجه کي د عراق او افغانستان د جګړو لګښت د 2012 مالي کال لپاره تر 117 مليارد ډالرو پوري راټيټ سوی، دا د تير مالي کال په پرتله 41.5 مليارد ډالره کمه ده ،په عراق کي د متحده ايالاتو  پوځي مشغوليت محدود سوی دی، په نوي بودجه کي يوازي د «نوي سپيده داغ عملياتو» تر نامه لاندي د پاتي 50 زرو سرتيرو لپاره 10.6 مليارد ډالر ځانګړي سوي دي. دغه سر تيري هم  د روان ميلادي کال تر پايه بايد له عراق څخه وايستل سي،د افغانستان د ماموريت لپاره په نوي بودجه کي 107.3 مليارد ډالرغوښتل سوي دي. دا د تيري غوښتل سوي بودجه په پرتله نسبتا لږ ده.  په تير مالي کال کي  113.5 مليارد ډالره غوښتل سوي ؤ ،د افغاستان د جګړي لپاره د غوښتل سوي بودجې له کموالي څخه دا په سمه توګه نه روښانه کيږي چي څه شمير امريکايي عسکر به له افغانستان څخه سږکال وايستل سي ترڅو په بودجه کي سپما رامنځ ته شي ،بارک اوباما تير کال ژمنه وکړه چي د 2011 کال په جولای کي به د خپلو اوس موجودو  کابو 97 زرو سرتيرو په ايستلو پيل وکړي

د متحده ايالاتو د دفاع وزير رابرت ګيتس وويل چي د هغه وزارت «تصميم ونيو چي د وضعيت او شرايطو په پام کي نيولو سره دفاعي بودجه طرحه کړي» ځکه لا تراوسه پوري سخته ده چي وويل شي څه شمير سرتيري به د جولای د مياشتي څخه وروسته په وتلو پيل وکړي،دا چي په افغانستان کي د امريکايي سرتيرو په شمير کي تر 2012 کال پوري کموالي راځي د متحده ايالاتو د دفاع وزيرهم تري انکار ونه کړ. هغه وويل. «د 2012 تر پايه پوري به موږ په افغانستان کي 98 زره سرتيري ونه لرو ،د افغانستان او عراق د جګړو لپاره په بودجه کي 97.2 مليارد ډالر د جنګي عملياتو او 10.1 مليارد ډالر د هغو بمونو سره د مقابلي لپاره ځانکړي سوي، چي ياغيان يي په کورونو کي جوړوي او پر سړکونو او لارو کي يې ښخوي. دغي وسلي په افغانستان کي د ناتو تر مشري لاندي ځواکونو ته سخت ځاني تاوانونه اړولی دی ،

 یولس ، نهه مليارد ډالره د وسلو او پوځي تجهيزاتو د ترميم او يا د ورک سوو وسايلو او يا ويجاړ سوو وسايلو او 12.8 مليارد ډالره د افغانستان د ملي امنيتي ځواکونو د روزلو او په پوځي وسايلو د هغوی د سمبالو لپاره ځانکړي سوي دي ،په پام کي ده چي د افغانستان امنيتي ځواکونه د 2014 کال تر پايه پوري په ټول هيواد کي امنيتي مسووليت له نړيوالو ځواکونو څخه تر لاسه کړي ،متحده ايالات او ناټو غواړي چي د روان ميلادي کال د اکتوبر تر مياشتي پوري د افغانستان د ملي پوځ شمير 172 زرو او د ملي پوليسو شمير 134 زرو ته ورسوي

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوه راپور له مخې امریکا په افغانستان کې نژدې یو لک پوځیان لري او په هر عسکر د کال یوملیون ډالره لګوي خو په روان عیسوي کال کې به په افغانستان کې د امریکا پوځي لګښتونه ۱۱۳ ملیارد ډالرو ته ورسېږي ،د دې ورځپاڼې له مخې په افغانستان کې د لګښتونو زیاتېدا به د ولسمشر بارک اوباما حکومت مجبوره کړي چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کم کاندي ،ټاکل شوې ده چې له راتلونکې جولای میاشتې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو لړۍ پیل شي خو تراوسه پوري پرېکړه نه ده شوې چې څومره امریکايي پوځیان به په لومړي پړاو کې ووځي

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له مخې په افغانستان کې د ځواکونو د کمولو په اړه د اوباما د جنګي کابینې غونډه به د سپینې ماڼۍ په (سیچیوېشن روم) کې د مرستیال ولسمشر جوبایډن او نورو چارواکو په ګډون جوړه شي بایډن له هماغه پیله افغانستان ته د زیات شمېر امریکايي پوځیانو د لېږلو مخالف و.دی باورمن دی چې په افغانستان کې د تروریزم ضد جګړه په لږ شمېر ځواکونو هم پرمخ بېول کېږي ،بایډن پخوا ویلي و چې که شاوخوا شل زره خاص امریکايي پوځیان په افغانستان کې وي د ترهګرو مرکزونه په کومانډويي عملیاتو کې ځپلی شي.

 په داسي حال کې چې سږکال په افغانستان کې د امریکا لګښتونه ۱۱۳ ملیارد ډالرو ته رسېږي ، امریکايي چارواکي غواړي چې راتلونکی کال یې ۱۰۷ ملبارد ډالرو ته کم کړي ،د اوباما اکثره ملکي سلاکاران وايي چې باید په افغانستان کې پوځي بودجه کمه شي. د اوباما ملکي  سلاکاران، چې د افغانستان د جګړې د زیاتو لګښتونو مخالف دي، استدلال کوي چې په ۲۰۰۹ ع کال په افغانستان کې د ځواکونو د زیاتولو پلان بې له دې چې زیاتې بودجې ته اړتیا ولري مخکې اعلان شویو هدفونو ته ورسېد ،د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې د امریکا هم پوځي او هم ملکي چارواکي باوري دي چې د افغانستان د جګړې لګښتونه د عراق ترجګړې ډېر زیات دي، په دې ډول چې په افغانستان کې پر هر امریکايي عسکر د کال یو ملیون ډالره لګېږي ،د افغانستان د جګړې د مصرفونو د زیاتېدو لوی علت د جګړې جبهې ته د تېلو او نورو وسایلو په رسېدو کې ستونزې دي، ځکه چې دا مواد باید د لارویو په وسیله داسي هیواد ته ورسول شي چې سمندر ته هیڅ لار نه لري

د افغانستان د ملي اردو لګښت هم تر ۲۸ ملیارد ډالره زیات اټکل شوی دی ،د امریکا دفاع وزارت په ۲۰۱۲ کال کې د افغانستان د ملي اردو لپاره د ۱۲ ملیارده او ۸۰۰ کلیون ډالرو غوښتنه کړې . په دې پیسو به د افغانستان د ملي اردو ځواکونه روزل کېږي او همداراز به وسلې ورته رانیول کېږي ،د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور په دوام کې ویل شوي چې د امریکا متحدو ایالتونو تېر کال په هلمند کې د پوځي او ملکي بیارغونې په چارو ۳ ملیارده او سل ملیون ډالره ولګول ،د افغانستان د امنیتي ځواکونو کالنی مصرف له ۶ تر ۸ ملیارد ډالرو پوري اټکل کېږي حال دا چې د افغانستان ټوله بودجه کابو یونیم ملیارد ډالره کېږي.

دافغانستان لپاره دامريکا نوي پيشنهادي سفير ويلى دى چې تروريستان بايد بيرته افغانستان ته ستانه شي  راين کراکر چې دافغانستان لپاره دامريکا دنوى سفير په توګه پيشنهاد شوي ددغه هيواد دکانګرس غړو ته يې ويلي دي چې بايد افغانستان ته د تروريستانو دراستنيدو مخه ونيول شي . ده په پاکستان کې داسامه بن لادن وژنه يو مهم اقدام وباله او ټينګار يې وکړ چې دتروريستانو پرخلاف دمبارزي لپاره بايد زيات کارونه ترسره شي . کرارکر درابرت ګيتس خبرو ته هم اشاره وکړه چې ويلي و ، موږ بايد د ١٩٨٩ کال تيروتنه چې افغانستان مو هير کړي و ، تکرار نه کړو . ده وويل چې د ١٩٨٩ کال تيروتنه د بدو شرايطو سبب شو او موږ هغه بيا نشو تکرارولي . دغه امريکايي ديپلومات په افغانستان کې دسفير په توګه دخپلې ټاکنې په خاطر ددغه هيواد د سنا مجلس تاييد ته اړتيا لري ،دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي او دامريکا دمتحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما دچهار شنبی ماښام د ويديوکنفرانس له لارې دبيلابيلو موضوعګانو ، ددواړو هيوادونو ترمنځ داړيکو او دسيمې دحالاتو په باب خبرې وکړې . دويديو کنفرانس په بهير کې دواړو جمهورو رييسانو دسيمه ئيزو مسئلو ، دسولې دبهير او د اسامه بن لادن له وژل کيدو وروسته له رامنځته شوي حالت سره د هغه داړيکي ، دافغانستان او امريکا ترمنځ دستراتيژيکي همکاريو ، افغان امنيتي ځواکونو ته د مسووليتونو د ليږدونې دبهير او د اقتصادي مسئلو په تيره بيا دکابل بانک دموضوع په باب خبرې وکړې . دامريکا دمتحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما په دغه ويديو کنفرانس کې د هلمند په ولايت کې د امريکايي ځواکونو دوروستيو عملياتو په بهير کې د ملکي وګړو د وژل کيدو له امله د خپلې خواخوږي او خپګان مراتب دافغانستان جمهور رييس ته څرګند کړل . په مقابل کې حامدکرزي دده د خواخوږي دڅرګندونو له امله مننه وکړه او دنړيوالو ځواکونو دعملياتو په بهير کې يې دملکي وګړو دسردزيان په اړوند دافغانستان د حکومت او خلکو دريځ يو ځل بيا په ډاګه کړ. دغه راز دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس وويل : افغانستان دې ته اړتيا لري چې له اوسني اقتصادي حالت څخه چې په ټولنه کې د اوسنيو واقعيتونو له مخې نه دى او زياتره په نړيوالو مرستو ولاړ دى په خپلو کورنيو زيرمو باندې په تکيې سره ديوهغه اقتصاد په لور چې دافغانستان داقتصادي ژوند دوام په کې نغښتۍ دى، ګام واخلي . دهيواد جمهور رييس په دې باب دافغانستان په حکومت کې د خبرو له پيل څخه دامريکا جمهور رييس ته معلومات ورکړل . دويديو کنفرانس په پاى کې پريکړه وشوه چې په راتلونکي کې هم د دواړو هيوادونو دجمهورو رييسانو ترمنځ دغه شان خبري دوام ومومي.پای  

 


June 10th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات